د کابل ولایت د ځینو ناحیو له یو شمېر بې وزلو کورنیو سره مرسته
۲۱/۱۰/۱۴۴۵
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په همغږۍ (له افغان ماشومانو سره د جرمني مرستو) مؤسسې په همکاري د مرکز کابل اړوند ناحیو په (۲۰۰ ) بې وزلو کورنیو (۶) قلمه خوراکي توکې ووېشل شوې.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت استازي الحاج عبدالمتین رحیمزی او د یادې مؤسسې رئیس الحاج محمد عالم شهاب د خپلو خبرو په ترڅ کې د بیوزلو لاسنیوی یو نېک اقدام یاد کړ او د مرستو ورکړه یې د بې وزلو هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د رفع کولو په برخه کې یوه همکاري وبلله.
دوی له کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې دي یاد بهیر لا وغځوي او د اړمنو خلکو لاسنیوي ته دې دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې هرې اړمنې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵۰۰ ګرامه چای، ۷ کیلو بوره او ۱۰ کیلو وریزې له ترتیب شوي لیست سره سم ورکړل شوې.