د ملکي خدمتونو انستیتوت له خوا ( د رهبرۍ او مدیریت) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۵:۲
خبر

۸/۱۱/۱۴۴۵

یاد ورکشاپ د افغانستان د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو د نویو رئیسانو د ظرفیت د لوړوالي په موخه د ملکي خدمتونو انستیتوت له خوا جوړ شوی و، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ. د دې ورکشاپ په پای غونډه کې د نورو ادارو د مسؤلینو تر څنګ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا نورالله نوري هم ګډون وکړ. ویناوالو د چارو د ښه او غوره ترسر کېدو په پار دا ډول ورکشاپونه یوه اړتیا او له ارزښته ډک وبلل ټینګار یې وکړ چې تر نورو عنوانونو لاندې هم چې هغه د اداري چارو له سمون سره مرسته وکړي ورکشاپونه جوړ او ظرفیتونه دې وروزل شي. دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملانورالله نوري، مدیریت او رهبري د اداري چارو د تنظیم اوسمون لپاره ډېر مهم وبلل ویې ویل چې اصلاً ښه مدیریت او رهبري کولای شي د موخو په ترلاسه کولو او د پلان په ښه او وخت تطبیق کې ارزښتناک رول ترسره او ولوبوي. یاده پای غونده د ګډونوالو له لوري به دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu