د بامیانو ولایت له قومي مشرانو، سپین ږیرو او عامو خلکو سره لویه غونډه تر سره شوه
پنجشنبه، ۱۷ جمادیالاول ۱۴۴۸ هـ ق
په بامیان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د اسلامي شریعت د نغاذ، ستونزو اورېدلو او همغږۍ په موخه د یاد ولایت له خلکو سره په داسې حال کې غونډه تر سره شوه چې پر مهال یې د بامیانو والي الحاج قاري ګل حیدر شفق، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد، د امارتي ادارو مسؤلینو، علماوو کرامو او قومي مشرانو شتون درلود.
په پیل کې قومي مخورو د خپلو خبرو پر مهال د خلکو ترمنځ د یووالي، اسلامي امارت د ملاتړ او د ټولنې د اصلاح په برخه کې د اسلامي امارت د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه. همداراز یې یو شمېر سیمه ییزې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شریکې کړې.
ورپسې د بامیان والي الحاج قاري ګل حیدر شفق وویل، چې د افغانستان خلکو د جهاد له پیل څخه تر اوسه پورې د اسلامي امارت ملاتړ او همکاري کړې او باید په راتلونکي کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه، چې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د دیني مدرسو، دارالحفاظونو، ښوونځیو او پوهنتونونو پیاوړتیا اړینه ده او په دې برخه کې باید جدي هڅې ترسره شي.
په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد په ټولنه کې د خلکو ترمنځ پر یووالي، اتفاق او له تعصب، کینې او کرکې څخه د ډډې کولو پر ارزښت ټینګار وکړ او یووالی یې د ټولنې د ځواک او پرمختګ اساسي سرچینه وبلله. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د ولس ستونزې به د حل په موخه اړوندو مسؤلینو ته ورسوي.
