کندز کې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه
پنجشنبه ۱۷ جمادیالاول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معين مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ، د یوه ملګري پلاوي په ګډون، نن په کندز ولایت کې د ولايتي ادارې د استازو په شتون کې له ديني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو سره د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه.
غونډې ته د سرحدي پلټنو معین ښاغلي جاع وویل: افغانستان د تېرو ناخوالو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو اوس دغه ستونزې پای ته رسېدلې دي. نوموړي له مسؤلینو وغوښتل، چې په اخلاص او محبت سره د ولس خدمت وکړي، له سختۍ ډډه وکړي، د اطاعت لار ونيسي. هغه زیاته کړه، چې د کندز خلکو د تېر امارت پر مهال له مجاهدینو سره ځانګړې مینه او ملاتړ درلود او اوس د دې وخت دی، چې د دغو خلکو د خدمتونو او قربانیو قدرداني وشي. ښاغلي شجاع همداراز له خلکو وغوښتل، چې د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو په عملي کولو او خپرولو کې خپله ونډه ادا کړي.
ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر د کندز خلک مجاهد پروره خلک ياد کړل او د هغوی قربانۍ يې وستايلې. نوموړي زیاته کړه، چې د محدودو امکاناتو په لرلو د زبرځواکونو ماتول د الله تعالی ستر نعمت دی، چې شکرانه یې د اسلامي نظام د احکامو منل او د يوه امیر اطاعت کول دي. هغه همدارنګه وویل، چې د شل کلن اشغال پر مهال علماء، طلباء، قاریان، قومي مشران او ګڼ شمېر ځوانان قرباني شوي او د هغوی د سرښندنو په پایله کې دا نظام رامنځته شوی، نو د نظام ساتنه او ورسره همکاري د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
د غونډې پرمهال قومي مشرانو د اسلامي نظام د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې د ولسونو د قربانیو او سرښندنو په پایله کې رامنځته شوي نظام د خلکو ګڼې ستونزې هوارې کړې، د اختطاف، ظلم، وژنو او بېعدالتۍ مخه یې نیولې او د ډلو ټپلو او زورواکو خپلسري یې مهار کړې ده. هغوی دغه راز د ډادمن امنيت په يادولو سره خپلې ستونزې او غوښتنې هم له مسؤلینو سره شریکې کړې او د حل لپاره یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
