د بامیانو ولایت له قومي مشرانو، سپین ږیرو او عامو خلکو سره لویه غونډه تر سره شوه

haqani_admin
Sat, Oct 31 2026 9:09 AM
د بامیانو ولایت له قومي مشرانو، سپین ږیرو او عامو خلکو سره لویه غونډه تر سره شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ ق

په بامیان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د اسلامي شریعت د نغاذ، ستونزو اورېدلو او همغږۍ په موخه د یاد ولایت له خلکو سره په داسې حال کې غونډه تر سره شوه چې پر مهال یې د بامیانو والي الحاج قاري ګل حیدر شفق، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد، د امارتي ادارو مسؤلینو، علماوو کرامو او قومي مشرانو شتون درلود.

په پیل کې قومي مخورو د خپلو خبرو پر مهال د خلکو ترمنځ د یووالي، اسلامي امارت د ملاتړ او د ټولنې د اصلاح په برخه کې د اسلامي امارت د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه. همداراز یې یو شمېر سیمه‌ ییزې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شریکې کړې.

ورپسې د بامیان والي الحاج قاري ګل حیدر شفق وویل، چې د افغانستان خلکو د جهاد له پیل څخه تر اوسه پورې د اسلامي امارت ملاتړ او همکاري کړې او باید په راتلونکي کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه، چې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د دیني مدرسو، دارالحفاظونو، ښوونځیو او پوهنتونونو پیاوړتیا اړینه ده او په دې برخه کې باید جدي هڅې ترسره شي.


په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد په ټولنه کې د خلکو ترمنځ پر یووالي، اتفاق او له تعصب، کینې او کرکې څخه د ډډې کولو پر ارزښت ټینګار وکړ او یووالی یې د ټولنې د ځواک او پرمختګ اساسي سرچینه وبلله. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د ولس ستونزې به د حل په موخه اړوندو مسؤلینو ته ورسوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu