د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو په موخه د ولسي غونډو دوام
سه شنبه ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د محلي ادارو د مسؤلینو لخوا د هېواد په مختلفو ولايتوو کې د ولسواليو په کچه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او عامو خلکو سره د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.
د غونډو په ترڅ کې د اسلامي امارت مسؤلینو د خلکو د ستونزو اوريدو ترڅنګ، د اسلامي شریعت د احکامو پر تطبیق، د ولس او مسؤلینو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او همغږۍ ټینګار وکړ. يادو مسؤلينو د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی فرامين خلکو ته ولستل او د هغې د تطبيق او خپرولو په برخه کې يې د ولسونو همکاري اړينه وبلله.
قومي مشرانو او ولسي استازو د اتحاد، یووالي او د خلکو او نظام ترمنځ د همغږي او همکاري پر اهمیت خبرې وکړې. دوي همداراز د اسلامي شریعت د احکامو د رعایت او پلي کولو په برخه کې مسؤلينو ته ډاډ ورکړ او د دغو احکامو عملي کول او خپرول يې خپل مسؤلينو وباله.
دغه ترسره شوې غونډې د تخار ولايت په درقد او دشت قلعه ولسوالي، د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالي، د سمنګان ولايت په فيروز نخچير ولسوالي، د پکتيکا په تروو ولسوالي، د فاريب په بل چراغ او ګرزيوان ولسوالي د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالي او د سرپل ولايت صياد ولسوالي کې جوړې شوې وې، چې پرمهال يې ګډونوالو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.
