د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو په موخه د ولسي غونډو دوام

haqani_admin
Tue, Oct 20 2026 10:43 AM
د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو په موخه د ولسي غونډو دوام

 

سه شنبه ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د محلي ادارو د مسؤلینو لخوا د هېواد په مختلفو ولايتوو کې د ولسواليو په کچه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او عامو خلکو سره د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.

د غونډو په ترڅ کې د اسلامي امارت مسؤلینو د خلکو د ستونزو اوريدو ترڅنګ، د اسلامي شریعت د احکامو پر تطبیق، د ولس او مسؤلینو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او همغږۍ ټینګار وکړ. يادو مسؤلينو د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی فرامين خلکو ته ولستل او د هغې د تطبيق او خپرولو په برخه کې يې د ولسونو همکاري اړينه وبلله.

قومي مشرانو او ولسي استازو د اتحاد، یووالي او د خلکو او نظام ترمنځ د همغږي او همکاري پر اهمیت خبرې وکړې. دوي همداراز د اسلامي شریعت د احکامو د رعایت او پلي کولو په برخه کې مسؤلينو ته ډاډ ورکړ او د دغو احکامو عملي کول او خپرول يې خپل مسؤلينو وباله.

دغه ترسره شوې غونډې د تخار ولايت په درقد او دشت قلعه ولسوالي، د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالي، د سمنګان ولايت په فيروز نخچير ولسوالي، د پکتيکا په تروو ولسوالي، د فاريب په بل چراغ او ګرزيوان ولسوالي  د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالي او د سرپل ولايت صياد ولسوالي کې جوړې شوې وې، چې پرمهال يې ګډونوالو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu