د هیواد په ګڼو ولسوالیو کې له کلیوالو مشرانو او قومي سپین ږیرو سره ناستې

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۱۲
د هیواد په ګڼو ولسوالیو کې له کلیوالو مشرانو او قومي سپین ږیرو سره ناستې

پنجشنبه/ ۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو له پلان سره سم، د هیواد د (۸) ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې له ځورېدلو قومونو، کلیوالو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره د (ولسي یووالي او د خلګو ستونزو ته د رسېدنې) ترعنوان لاندې ولسي او قومي غونډې راوبللې ترڅو د کلیوالو سیمو او ولسي وګړو ستونزې له نږدې واوري، پر دوی له پوښتنه وکړي او د دوی اولیه ستونزې په نښه او راټولې کړي.  

په دې موخه د دغې اوونۍ په لړ کې د بامیانو په یکه ولنګ، د کندهار په معروف او ارغسان، د سمنګان په فیروزنجیر، د پکتیکا په تروې، مټاخان، خیرکوټ، یوسف خېلو، وړممۍ، یحیی خېلو او وازیخوا، د هرات په کشک رباط سنګي، د ننګرهار په بټي کوټ، د ارزګان په ګیزاب او د بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالۍکې غونډې وشوې. 

په یادو غونډو کې ولسونو او کلیوالو مشرانو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کول یو افتخار وباله زیاته یې کړه؛ چې دوی د دې نظام هرې غوښتنې او امر ته لبیک وایي او لکه څنګه چې د جهاد پرمهال د خپلو مجاهدینو ترڅنګ ولاړ وو، اوس به هم د نظام د قوت مټې وي. دوی په ولسوالیو کې د وروسته پاتې والي یادونه وکړه او د سرکونو، پلچکونو، کلینکونو او تعلیمي مرکزونو د رغولو او له بې وزله کورنیو سره د مرستې په باب له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

ولایتي مسؤلینو، ولسوالانو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیسانو او آمرینو د خلکو له ملاتړ او د نظام د پایښت او استحکام په برخه کې د ولسونو له همیشنۍ همکارۍ او همغږۍ څخه قدردانی وکړ ویې ویل؛ چې د افغانستان خلکو دا ثابته کړې چې دوی لویو قوتونو ته هیڅ نه تسلیمېږي او تل یې له خپلې خاورې او خلکو څخه په دفاع کې کمزوري نه ده کړې. مسؤلینو د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د بدو دودونو د مخنیوي فرمان توضیح او دوی ته ووېشو او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د خلکو اولیتونو ته په کتلو سره د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu