په بلخ او کاپيسا ولايتونو کې دوه جلاجلا شخړې هوارې شوې

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۹:۸
شخړه

شنبه ۱۴۴۶/۷/۱۷

د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه يو کلنه دښمني پاي ته ورسېده، چې له يوه لوري په کې يو کس وژل شوی، څو تنه ژوبل شوي او دواړو خواوو ته پکې ګڼ مالي زيانونه اوښتي وو. دغه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په همغږۍ د قومي مشرانو او علماوو په هڅو داسې مهال پای ته ورسېده، چې جرګه کوونکو ښکېل لوري د يوې غونډې له لارې سولې ته را وبللې او د ورورۍ په ټغر يې سره کښېنول.

په همدې حال کې د کاپيسا ولايت په کوه بند ولسوالۍ کې هم د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ځايي خلکو او ديني عالمانو په منځګړيتوب دوه مرورې کورنۍ پخلا او دښمني يې په دوستي وربدله کړه. په دغه شخړه کې يو تن وژل شوی او څو تنه ټپيان شوي وو، چې د مصلحينو له لوري د يوې مرکې په ترڅ کې دواړه غاړې له يوې منصفانه فيصلې وروسته سره غاړه غړۍ شول.

د ښکېلو کورنيو مشرانو د ستونزو د هواري په اړه د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو وزارت او محلي ادارو هلې ځلې وستايلې او غوښتنه يې وکړه، چې د ولسونو د اتفاق او يووالي لپاره دي لا نور کار هم وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu