تخار ولایت کې کوچیانو ته د زده کړو د زمینې مساعدولو په موخه ناسته ترسره شوه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۳:۴
Mobta

یکشنبه ۱۰ / شوال المکرم/ ۱۴۴۴

د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همغږۍ د یاد شوي ولایت کوچي قومونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو په اړه له پوهنې ریاست سره ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني، د ریاست همکارانو او یاد ولایت د کوچي قومونو استازو د پوهنې له رئیس مولوي حزب الله مبشر سره وکتل.

د ناستې په پیل کې د کوچي قومونو سرخیلانو د خپلو سیمو د ماشومانو تعلیمي ستونزې یادې کړې او د پوهنې له ریاست څخه یې په خپلو سیمو کې د ښوونځیو، د سواد زده کړې او نورو ټولګیو د جوړولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د یاد ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي مبشر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس او راغلیو کوچي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په یادو شویو سیمو کې به تعلیمي بنسټونو ته پاملرنه کوي او وعده یې وکړه چې په لنډه موده کې به د سواد زده کړې محلي ټولګي پیل کړې.

د ناستې په پای کې سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس د پوهنې ریاست څخه مننه وکړه چې هر ځل یې د تعلیم په برخه کې د دوی غوښتنې منلي دي او د هیواد د بچیانو د پوهې په برخه کې هڅې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu