د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې د يو باب سترې ديني ليليه مدرسې د بنسټ ډبره کيښودل شوه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۴:۳
Mobta

چهار شنبه۱۴۴۴/۲/۱۱ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير په زابل ولايت شاه جوی ولسوالۍ کې د يوې سترې ديني مدرسې د بنسټ ډبره  په داسي حال کې چي د ځايي ادارو مسؤلين، علماء کرام او د سيمې خلک هم موجود وو کېښوده.

ددغې مدرسې د پرانستې په مراسمو کې ښاغلي (نوري) وويل: دغه مدرسه چي د زرو کسانو طالبانو په ليليه توګه د تدريس او اوسېدلو ظرفيت به ولري د جوړېدو چارې به يې ډير ژر پيل شي.

Mobta

نوموړي همدا راز زياته کړه چي دغه مدرسه چي اوس مهال لس جريبه ځمکه ورته په پام کې نيول شوې په راتلونکې کې به لس جريبه نوره ځمکه هم ورته استملاک شي تر څو په څنګ کې يې يو مجهز دارالحفاظ ، يو دارالايتام او يو باب جامع مسجد چي ۳۰۰۰ لمونځ کونکي ځايولای شي هم په ښه او اساسي توګه جوړ کړي.

ښاغلي (نوري) پخپلو خبرو کې دا هم وويل چې د شاه جوی ولسوالي چي پراخه او ګڼ ميشته سيمه ده د زرګونو شهيدانو کور دی، دلته د يو ستر ديني مرکز جوړول مې له سترو ارمانونو څخه وو او نن يې د بنسټ اېښدولو سره د خوښۍ احساس لرم.

د سېمې جيدو علماو چې د مدرسې د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې يې ګډون درلود د شاجوی د ولسونو په نمايندګي يې له ښاغلي نوري څخه دې سيمې ته د تعليم په برخه کې د ځانګړې توجه له کبله مننه او ددې نېک او پر ځای اقدام هرکلی يې وکړ او ياده مدرسه يې چي د ښاغلي نوري په مالي همکاري جوړيږي د (الجامعة النورية) په نوم ونوموله.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu