د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې د يو باب سترې ديني ليليه مدرسې د بنسټ ډبره کيښودل شوه.
چهار شنبه۱۴۴۴/۲/۱۱ ھ ق
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير په زابل ولايت شاه جوی ولسوالۍ کې د يوې سترې ديني مدرسې د بنسټ ډبره په داسي حال کې چي د ځايي ادارو مسؤلين، علماء کرام او د سيمې خلک هم موجود وو کېښوده.
ددغې مدرسې د پرانستې په مراسمو کې ښاغلي (نوري) وويل: دغه مدرسه چي د زرو کسانو طالبانو په ليليه توګه د تدريس او اوسېدلو ظرفيت به ولري د جوړېدو چارې به يې ډير ژر پيل شي.
نوموړي همدا راز زياته کړه چي دغه مدرسه چي اوس مهال لس جريبه ځمکه ورته په پام کې نيول شوې په راتلونکې کې به لس جريبه نوره ځمکه هم ورته استملاک شي تر څو په څنګ کې يې يو مجهز دارالحفاظ ، يو دارالايتام او يو باب جامع مسجد چي ۳۰۰۰ لمونځ کونکي ځايولای شي هم په ښه او اساسي توګه جوړ کړي.
ښاغلي (نوري) پخپلو خبرو کې دا هم وويل چې د شاه جوی ولسوالي چي پراخه او ګڼ ميشته سيمه ده د زرګونو شهيدانو کور دی، دلته د يو ستر ديني مرکز جوړول مې له سترو ارمانونو څخه وو او نن يې د بنسټ اېښدولو سره د خوښۍ احساس لرم.
د سېمې جيدو علماو چې د مدرسې د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې يې ګډون درلود د شاجوی د ولسونو په نمايندګي يې له ښاغلي نوري څخه دې سيمې ته د تعليم په برخه کې د ځانګړې توجه له کبله مننه او ددې نېک او پر ځای اقدام هرکلی يې وکړ او ياده مدرسه يې چي د ښاغلي نوري په مالي همکاري جوړيږي د (الجامعة النورية) په نوم ونوموله.