فارياب کې د ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې شخړه هواره شوه
يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ په دغه ولايت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې شخړه، چې په پایله کې یې یو تن ټپي شوی و د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړه.
د یادې شخړې له رامنځته کېدو وروسته د احتمالي اختلافاتو د مخنیوي په موخه مسؤلينو موضوع وڅېړله او له دواړو لوريو سره یې د خبرو اترو زمینه برابره کړه، چې په ترڅ کې يې دواړه خواوې بښنې کولو ته راضي کړې.
په پای کې منځګړو مشرانو د ښکېلو طرفونو استازي سره غاړه غړۍ کړل، چې په همدې سره هغوی يو بل ته عام تام بښنه وکړه.
