موږ هوډ من یو، چې ستاسو ځوانانو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال او ښه شرایط رامنځته کړو!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۹:۹
mobta

 

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته له قبایلي ځوانانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې، زیاته یې کړه: تاسي روڼ اندی قشر، چې نن د زده کړې ترلاسه کولو پسې راوتي یاست باید په دې پوه اوسو، چې له شته ستونزو، وروسته پاتې والي او روانو ناخوالو څخه د وتلو یوازینۍ لار د پوهې په ګاڼه ځان سینګارول دي.

موږ هوډمن یو، چې تاسو ځوانانو ته د لوړو زده کړو په موخه بورسونه برابر او د زده کړې مناسب چاپېریال او بهتر شرایط رامنځته کړو بشپړ باور لرم، چې تاسو ځوانان کولای شئ، چې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره په ازموینه کې بریالي شئ.

mobta

ورپسې د نجونو په استازیتوب اغلې ډاکټر ګل ناز خبرې وکړې او د ښوونې او روزنې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې او د وزارت له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه، چې دوی ته د لوړو زده کړو لپاره زیات بورسونه چمتو کړي.

دغه راز په کتنه کې له پښتونخوا څخه ګڼو راغلیو ځوانانو هم د لوړو زده کړو په موخه خپلې یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu