د ملکي کارکوونکو د قانون په اړه د ښوونیز ورکشاپ جوړېدل!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۹:۳۸
mobta

 

تر یاد سرلیک لاندې ورکشاپ د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې پر۱۸ مه نېټه د بشري زېرمو ریاست په نوښت جوړ شوی و.

په دې ورکشاپ کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، رئیسانو، آمرینو او یو شمېر کارکوونکو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د بشري زېرمو رئيس ښاغلي محمد یاسین پکتین د ورکشاپ ګډون والو ته د ورکشاپ د جوړېدو او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل، له کارکوونکو څخه یې مننه وکړه، چې د ظرفیت لوړونې په ورکشاپونو کې ګډون کوي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: خوښ یم، چې نن د ظرفیت لوړونې په داسې مهم ورکشاپ کې برخه اخلم، چې ستاسو درنو کارکوونکو د تجربو او وړتیاوو د زیاتوالي لامل ګرځي هیله مو دا ده، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلئ او په دغه شان ورکشاپونو، سیمینارونو، ښوونیزو پروګرامونو کې ګډون وکړئ، ترڅو معلومات ترلاسه کړئ، کاري وړتیاوې مو پورته یوسئ او هم یې له خپلو همکارانو سره شریکې کړې.

همدا راز ښاغلي محب الله صمیم زیاته کړه، د اداري چارو په برخه کې د ملکي کارکوونکو قانون باندې پوهېدل اړین دي او تاسو کولای شئ، چې له دې سره خپله اداري پوهه غښتلې او خپلو هېوادوالو ته ښه خدمت وکړئ.

د یادولو وړ ده، چې یاد ورکشاپ به څلور ورځې دوام وکړي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu