د غزني، کندز، تخار او کنړ په بېلابېلو ولسواليو کې د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې وشوې
دوشنبه ۱۲ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او همغږۍ په موخه د غزني په چهار قلعه او خواجه عمري ولسوالي، د کندز په ګلباد، د تخار په چاه آب او کنړ ولايت په شلتن ولسوالي کې پراخې ولسي غونډې ترسره کړې.
د دغو غونډو له لارې دیني عالمانو او قومي مخورو د خپلو سیمو د خلکو ستونزې او غوښتنې له مسؤلینو سره شریکې کړې او په هېواد کې د موجود اوسني امنیت وستايه يې وکړه. يادو دیني عالمانو او قومي مشرانو همداراز وويل، چې د اسلامي شریعت د اصولو د پلي کولو او د ولس او حکومت ترمنځ د لا ښې همکارۍ او همغږۍ لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي.
ورپسي مسؤلینو د غونډو ګډونوالو ته د ولسي یووالي او اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل، چې د شيخ الاسلام اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو په عملي کولو کې د دنيا او آخريت کاميابي نغښتې ده. دوی همداراز له خلکو وغوښتل، چې په دغه برخه کې خپل مسؤليت اداکړي او د اسلامي امارت له مسؤلينو سره خپله برخه همکاري ترسره کړي
