لغمان کې د څلورو تنو له مرګ ژوبلې وروسته شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده
يکشنبه ۱۱ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوي نورالهادي چپاو په مشرۍ او د دغه ولايت د يو شمېر مخورو سپين ږيرو مشرانو په منځګړيتوب دوه دښمنې کورنۍ له تاوترېخوالي راوګرځېدې او سوله ييز ژوند يې غوره کړ.
دغه دښمني، چې د الينګار ولسوالۍ په کوخي سيمه د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي اختلافاتو له کبله راپورته شوې وه په نتېجه کې يې د ګڼو ستونزو سربېره دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي وو.
مسؤلينو د يادې د ښمنۍ د هواري په موخه څو ناستې تر سره کړې، ښکېل اړخونه يې روغې ته وهڅول او په پای کې يې د هغوی ترمنځ د شرعي فيصلې په ترڅ کې د عدل فيصله وکړه، چې په همدې سره يې دښمني په دوستي بدله شوه.
