فارياب کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه هواره شوه
شنبه ۱۱ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د فارياب ولايت خان چهارباغ ولسوالي دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
د دغه رامنځته شوې شخړې د حل په موخه لومړی د شخړې له دواړو لورو سره ناستې وشوې او بيا له هغوی وغوښتل شول ترڅو د خبرو اترو له لارې روغې ته غاړه کېږدي، چې په همدې ترتيب دواړو خواوو دغه وړاندیز ومانه.
له ناستو او مشورو وروسته مسؤلينو د شريعت په رڼا کې د يوې منصفانه پرېکړې په اساس حق حقدار ته وسپاره او يادو جنجالونو ته يې د پای ټکې کېښوده.
