تخار کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ غونډه

haqani_admin
Sun, Nov 01 2026 2:34 PM
تخار کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ غونډه

یکشنبه ۲۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ولایتونو کې د شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه د خپلو غونډو په دوام، دا ځل په تخار ولایت کې له مېشتو بېلابېلو قشرونو سره غونډه وکړه. یاده غونډه د دغه وزارت د سرحدي پلټنو د معین مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ جوړه شوې وه.

ښاغلي شجاع د دغې ولسي غونډې پرمهال خلکو ته وویل: افغانانو د خپل دین، وطن او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره د یرغلګرو پر وړاندې درنې قربانۍ ورکړې دي او اوس چمتو دي، چې د دغو قربانيو ساتنه وکړي. نوموړي د هغو ډلو هڅې بې ځايه وبللې، چې د افغانستان د ازادۍ نارې وهي. هغه له ځينو بهر ميشتو افغانانو وغوښتل، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي له مخالفت لاس په سرشي او له خپلو کورنیو سره د عزت ژوند غوره کړي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر د اسلامي نظام ساتنه او پیاوړتیا د ټولو ګډ مسؤولیت وباله او د خلکو د قربانیو پر درناوي یې ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې د خلکو مال، ځان او عزت ته درنې صدمې رسېدلې دي، خو اوس لله الحمد په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی، چې خلک پکې خوندي ژوند لري.

په پای کې د تخار ولايت ديني عالمانو او قومي مخورو د یووالي، ولسي همغږۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره له مسؤلينو سره د ګډ کار پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی د خپلو ستونزو په شريکولو سره له مسؤلینو وغوښتل، چې تخار ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دغه ولایت له معدني سرچینو او طبیعي زېرمو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu