تخار کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ غونډه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۴
تخار کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ غونډه

یکشنبه ۲۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ولایتونو کې د شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه د خپلو غونډو په دوام، دا ځل په تخار ولایت کې له مېشتو بېلابېلو قشرونو سره غونډه وکړه. یاده غونډه د دغه وزارت د سرحدي پلټنو د معین مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ جوړه شوې وه.

ښاغلي شجاع د دغې ولسي غونډې پرمهال خلکو ته وویل: افغانانو د خپل دین، وطن او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره د یرغلګرو پر وړاندې درنې قربانۍ ورکړې دي او اوس چمتو دي، چې د دغو قربانيو ساتنه وکړي. نوموړي د هغو ډلو هڅې بې ځايه وبللې، چې د افغانستان د ازادۍ نارې وهي. هغه له ځينو بهر ميشتو افغانانو وغوښتل، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي له مخالفت لاس په سرشي او له خپلو کورنیو سره د عزت ژوند غوره کړي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر د اسلامي نظام ساتنه او پیاوړتیا د ټولو ګډ مسؤولیت وباله او د خلکو د قربانیو پر درناوي یې ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې د خلکو مال، ځان او عزت ته درنې صدمې رسېدلې دي، خو اوس لله الحمد په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی، چې خلک پکې خوندي ژوند لري.

په پای کې د تخار ولايت ديني عالمانو او قومي مخورو د یووالي، ولسي همغږۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره له مسؤلينو سره د ګډ کار پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی د خپلو ستونزو په شريکولو سره له مسؤلینو وغوښتل، چې تخار ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دغه ولایت له معدني سرچینو او طبیعي زېرمو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

تخار کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ غونډه

یکشنبه ۲۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ولایتونو کې د شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه د خپلو غونډو په دوام، دا ځل په تخار ولایت کې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۲
Background image

بدخشان کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه پراخه غونډه جوړه شوه

شنبه ۱۹ جمادی‌ الاولی ۱۴۴۸

د بدخشان ولایت یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپین‌ ږیرو او عامو خلکو د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه په هغه پراخه غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ ق

د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ د میدان سیمې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې روانه وه، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu