په زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۳
په زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ ق

د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ د میدان سیمې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې روانه وه، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رحمت الله جواد په هڅو او د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه‌ ییزو مسؤلینو په منځګړیتوب د روغې جوړې له لارې پای ته ورسېده.

منځګړو په یوه ناسته کې د دواړو کورنیو ترمنځ د یادې دښمنۍ پر لاملونو او پایلو خبرې وکړې او همداراز یې د سیمه ‌ییزو مشرانو او مخورو په مشورو، د قضیې د حل او روغې جوړې په موخه پرېکړه وکړه او ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید د شوې پرېکړې درناوی وکړي او د هغې خلاف له هر ډول اقدام څخه ډډه وکړي. 

په پای کې، دواړو کورنیو د منځګړو پرېکړه په خوښۍ ومنله او ژمنه یې وکړه چې د شوې پریکړې درناوی به کوي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به د نافذه اصولو له مخې قانوني چلند مني

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ ق

د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ د میدان سیمې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې روانه وه، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۹
Background image

د بامیانو ولایت له قومي مشرانو، سپین ږیرو او عامو خلکو سره لویه غونډه تر سره شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ ق

په بامیان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د اسلامي شریعت د نغاذ، ستونزو اورېدلو او همغږۍ په موخه د یاد ولایت له خلکو سره په داسې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۴
Background image

کندز کې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

 

پنجشنبه ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معين مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ، د یوه ملګري پلاوي په ګډون، نن په کندز ولایت کې د ولايتي ادارې. . .

BACK TO NEWS

User account menu