د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د سرحدي وضعیت د ارزونې په موخه سفر
چهار شنبه ۱۲ ربیعالأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع د یو ګډ پلاوي په مشري د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له ولايتي مسؤلينو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست له رئیس، ، د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له یو شمېر نورو منسوبينو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ياد ولايت د سرحدي سیمو د وضعیت، سرحدي موضوعاتو، امنیتي او اداري چارو د نظم د لا ښه ټینګښت په اړه هر اړخیز بحث وشو. ښاغلي شجاع د سرحدي مسؤلینو راپورونه او معلومات واورېدل او د سیمې د وضعیت د لا ښه ارزونې په موخه یې له هغوی سره لازمې مشورې شريکې کړې.
نوموړي د سرحدي چارو د تنظیم او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې سرحدي موضوعات دې په جدي توګه وڅارل شي او د سیمې د اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره دې پر وخت لازم اقدامات ترسره شي
