د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د سرحدي وضعیت د ارزونې په موخه سفر

haqani_admin
Wed, Aug 26 2026 3:20 PM
د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د سرحدي وضعیت د ارزونې په موخه سفر

 

چهار ‌شنبه ۱۲ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع د یو ګډ پلاوي په مشري د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له ولايتي مسؤلينو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست له رئیس، ، د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له یو شمېر نورو منسوبينو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ياد ولايت د سرحدي سیمو د وضعیت، سرحدي موضوعاتو، امنیتي او اداري چارو د نظم د لا ښه ټینګښت په اړه هر اړخیز بحث وشو. ښاغلي شجاع د سرحدي مسؤلینو راپورونه او معلومات واورېدل او د سیمې د وضعیت د لا ښه ارزونې په موخه یې له هغوی سره لازمې مشورې شريکې کړې.

نوموړي د سرحدي چارو د تنظیم او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې سرحدي موضوعات دې په جدي توګه وڅارل شي او د سیمې د اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره دې پر وخت لازم اقدامات ترسره شي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu