اسلامي نظامونه د خلکو تر منځ خپلمنځي شخړو حلولو ته لومړيتوب ورکوي.

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۱
mobta

(حقاني)

۱۴۴۴/۵/۱۱ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي د کندز ولايت له يو شمېر متنفذينو سره وکتل.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني چي د وزارت د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري او د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت يې ملتيا کوله د کندز ولايت له يو شمېر قومي مخورو او علماوو سره  دياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په رياست کې داسي مهال وکتل چې ددې رياست رئيس مولوي احسان الله ثاقب هم موجود وو.

Mobta

 له قومي مشرانو سره د همغږۍ په دې ناسته کې ښاغلي فطرت پيليزې خبرې وکړې ويې ويل د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د افغانستان د ټولو قومونو کور او د دولت او خلکو تر منځ د ارتباط پل دی نوموړي له مشرانو وغوښتل چې خپلې غوښتنې، وړانديزونه او مشورې ورسره شريکې کړي.

 ورپسې  ددې ولايت د مشرانو په نمايندګي حاجي اغا مير ناصر،ډاکټر عتيق الله ابراهيم خيل، عبدالحق حقجو، حاجي عبدالکریم عرب او د کوچيانو په نمايندګي شيرمحمد کوچي خبرې وکړئ، دوئ د کندز ولايت د قومونو تر منځ د ځينو ذات البيني شخړو يادونه وکړه چې په خبره يې د هواري لپاره يې بايد اسلامي امارت هلي ځلې وکړي، دوئ دغه راز د کوچيانو ستونزې هم يادې کړي او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت راغلي پلاوي څخه يې وغوښتل چي ددوئ غوښتنو ته ځانګړې توجه وکړي.

په پای کې د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني خبرې وکړې، نوموړي د مشرانو د رغنده مشورو او په ولايت کې د شخړو په هوارولو کې ددوئ د هڅو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي نظامونه تل د خلکو تر منځ د شخړو هواري ته لومړيتوب ورکوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې منورې ته مهاجر شو نو تر هرڅه وړاندې يې د اوس او خزرج قبيلو تر منځ سل کلنۍ شخړه په سوله بدله کړه، ښاغلي حقاني د کندز د غيور ولس قربانۍ د نه هېرولو وبللې.

ناسته د ټولو افغانانو د يووالي او اتحاد په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu