لغمان کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړې پای وموند

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۸:۵۴
لغمان کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړې پای وموند

يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولايت د اليشنګ او قرغيو ولسوالۍ د اوسېدونکو دوه کورنيو ترمنځ د يوې ترافیکي پېښې له امله راپورته شوې قضيه، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ۲۱ تنه ټپیان شوي وو په سوله او ورورولۍ پای ته ورسېده.

د یادې پېښې له کبله د دواړو کورنيو ترمنځ ژور اختلاف رامنځته شوی و، چې د موضوع د حل او د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي په موخه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت مسؤولینو د قومي مشرانو په هڅو يوه قومي جرګه جوړه کړه او رامنځته شوې قضيه يې په سوله‌ییز ډول حل او فصل کړه.

د ښکېلو کورنيو مشرانو د جرګې پرمهال د قومي مشرانو او د یاد آمریت د مسؤولینو له منځګړیتوب څخه مننه وکړه او يو بل ته د بښنې ترڅنګ يې د خوښۍ غاړۍ سره ورکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۹:۴۶
Background image

باميان ولايت کې د تاجک او هزاره قوم ترمنځ دوه کلنه دښمني پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند په توپچي سيمه کې د دوو لويو قومونو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې دښمني، چې په پايله کې يې د مالي زيانونو سربېره له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۸:۵۴
Background image

لغمان کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړې پای وموند

يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولايت د اليشنګ او قرغيو ولسوالۍ د اوسېدونکو دوه کورنيو ترمنځ د يوې ترافیکي پېښې له امله راپورته شوې قضيه، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ۲۱ تنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۳۵
Background image

فارياب کې د ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې شخړه هواره شوه

يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ په دغه ولايت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې. . .

BACK TO NEWS

User account menu