د هوتخېلو قومي شورا په پرانيست غونډه کې ګډون!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۱
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږى معين محترم الحاج محمد يعقوب احمدزي نن د هوتخېلو قومي شورا په پرانيست غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

په دې، غونډه کې، د هېواد بېلابېلو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مخورو، چارواکو، ټولنيزو، فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صميم پيغام او نیکی هیلې د شورا له مشرتابه او د غونډې ګډونوالو سره شريکې کړي زياته يې کړه: په هېواد کې د سولې او ملي يوالي په ټينګښت او نورو برخو کې د قومي شوراګانو رول ارزښتناک دی، نوموړي د ولسونو ترمنځ په يووالي او اتفاق ټينګار وکړ.

mobta

نوموړي د خپلو خبرو په دوام د هوتخېلو قوم مېړانې او سرښندونو ته په اشارې سره وويل: موږ او تاسو بايد له خپل موجوده جمهوري نظام او امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په ترڅ کې د سولې او ملي روغې جوړې لپاره له خپلو قومي ظرفيتونو څخه استفاده وکړو او په دغو حساسو شرايطو کې د يو بل تر څنګ ودريږو تر څو په هېواد کې د جګړې ټغر ټول او تلپاتې سوله ټينګه شي.

ښاغلي احمدزي دغه راز د دغه شورا رامنځته کېدل مهم ګام وباله او د شورا مشرتابه ته يې مبارکي وويله هيله يې څرګنده کړه، چې ياده شورا به له نورو قومي شوراګانو سره په همغږی وکړای شي د ملي موخو په ترلاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu