په کابل کې له پښتونخوا او کویټې څخه راغليو سياسي، ولسي او فرهنګي مشرانو او شخصیتونو سره کتنه!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۰:۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم نن مازديګر په کابل کې له پښتونخوا او کویټې څخه راغليو سياسي چارواکو، ولسي او فرهنګي شخصيتونو او ښځينه فعالانو سره وکتل.

د کتنې په پيل کې ښاغلي صمیم راغلو مشرانو او مېلمنو ته ښه راغلاست او هرکلی ووايه زياته يې کړه ، خوشاله يم چې زموږ ورونه نن خپل کور ته راغلي او له موږ سره د لوی افغانستان په مرکز کابل کې ويني.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د افغان امن او ثبات ملي کنفرانس کې د راغلو مشرانو او شخصیتونو ګډون اغیزمن وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې ددغه ملي کنفرانس برخه وال او وینا وال به په افغانستان کې د باعزته سولې او تلپاتې اوربند لپاره خپل غږ اوچت کړي تر څو زموږ په لوی کور کې د جګړو او ناخوالو ټغر ټول او سوله ټينګه شي.

ورپسې راغلو مشرانو د افغانستان له دولت په تېره بيا د سرحدونو او قبایلو چارو له وزارت څخه مننه وکړه، چې نوموړي يې کابل ته رابللي تر څو د امن او ثبات په ملي کنفرانس کې پر ګډون سربېره د لر او بر افغانانو پر روانو ستونزو او حل لارو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu