اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او وزارت ژمن دی، چې خلکو ته کره او پر وخت اطلاعات وړاندې کړي!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۹:۱۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمي وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې اغلې زهرا موسوي او ورسره مل پلاوي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د عامه پوهاوي په اړه ناسته وکړه.

په دې غونډه کې، چې د وزارت معین صاحبان، ریسان او آمرین هم حاضر و، ښاغلي صمیم د یاد کمېسیون له کمېشنرې اغلې زهرا موسوي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چې وزارت ته راغله، تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د وزارت چارواکو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم اطلاعاتو ته لاسرسی، د خلکو حق وګاڼه او په ښې حکومتولۍ، د اداري فساد په مخنیوي او په اداري چارو کې د شفافیت رامنځته کولو په برخو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت خبرې وکړې وی ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ژمن دی چې خلکو ته پر وخت او کره اطلاعات ورکړي او اطلاعاتو د لاسرسی کمېسیون سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

mobta

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په دې اړه یې د عامه پوهاوي غونډه تنظیم کړه، نوموړې وویل: د کمېسیون له جوړېدو څخه کم وخت تېرېږي، زیات خلک یې د کړنو او واکونو په اړه معلومات نلري، نو له همدې امله خپل مسوولیت ګڼو ، چې د عامه پوهاوي دغه ډول برنامې جوړې او ټولو ادارو سره غونډې ترسره کړي. مېرمن موسوي زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته لاسرسی په چارو کې اغېزمنتیا، حساب ورکونه، د اداري فساد مخنیوي، ، د خلکو او حکومت تر منځ د باورفضا رامنځته کولو کې ډېره اغېزه کوي. نوموړې د وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې کمېسیون سره د اړیکو پراختیا او همکاریو ته ژمن دی.

ورپسې د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د عامه اړیکو لوی مدیر ښاغلي سید نظیم سعیدي هم اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په رڼا کې په اداره کې د اطلاعاتو د ورکړې د څرنګوالې په اړه رڼا واچوله.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د دغه کمېسیون د عامه پوهاوي چارواکو د وزارت مسولینو ته د کمېسیون د موخو، دندو او د اطلاعاتو ورکړې د څرنګوالي په اړه پرېزنټیشن وړاندې کړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۵:۵۲
Background image

پروان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱ صفر المظفر۱۴۴۸

د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت امر مفتي نصير احمد تائب په مشري د ځايي قومي مخورو، علماوو او مصلحينو په منځګړيتوب د دغه ولايت په نيازي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

کنړ کې د نېږدې ۴۹ کلونو دوامداره بدي د مسؤلينو په منځګړيتوب پای ته ورسېده

پنجشنبه ۱ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت آسمار ولسوالۍ شال کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شاوخوا ۴۹ کلنه شخړه، چې اوږده جنجالونه او بدبینۍ یې پېښي کړې وې حل او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۵:۳۹
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل له والي سره وکتل

پنجشنبه ۱ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل والي ملا شیر محمد شریف د یو پلاوي په مشرۍ نن د یاد ولایت د یو لړ ستونزو د حل او مهمو موضوعاتو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا. . .

BACK TO NEWS

User account menu