کنړ کې د نېږدې ۴۹ کلونو دوامداره بدي د مسؤلينو په منځګړيتوب پای ته ورسېده
پنجشنبه ۱ صفر المظفر ۱۴۴۸
د کنړ ولايت آسمار ولسوالۍ شال کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شاوخوا ۴۹ کلنه شخړه، چې اوږده جنجالونه او بدبینۍ یې پېښي کړې وې حل او طرفين د سوله ييز ژوند له خواږه نعمته برخمن شول.
د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله غازي په مشري د آسمار ولسوالۍ مسؤلينو، قومي مشرانو او ځایي خلکو په دوامداره همکاريو له ښکېلو خواوو سره د څو ناستو په پايله کې هغوی سولې ته را وبلل شول او تر منځ یې د شریعت په رڼا کې د خیر فيصله وشوه، چې د دواړو خواوو د خوښي سبب وګرځېده.
ښکېلو خواوو چې د بدي اوږدې رېښې يې سره پرې شوې او د خوښي ژوند يې پيل کړ د اسلامي امارت له مسؤلينو سره یې د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به د یو بل په وړاندې خنډونه نه ایجادوي او د ورورولي ژوند به کوي.
