اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او وزارت ژمن دی، چې خلکو ته کره او پر وخت اطلاعات وړاندې کړي!

mobta-af
Thu, Dec 24 2020 9:16 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمي وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې اغلې زهرا موسوي او ورسره مل پلاوي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د عامه پوهاوي په اړه ناسته وکړه.

په دې غونډه کې، چې د وزارت معین صاحبان، ریسان او آمرین هم حاضر و، ښاغلي صمیم د یاد کمېسیون له کمېشنرې اغلې زهرا موسوي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چې وزارت ته راغله، تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د وزارت چارواکو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم اطلاعاتو ته لاسرسی، د خلکو حق وګاڼه او په ښې حکومتولۍ، د اداري فساد په مخنیوي او په اداري چارو کې د شفافیت رامنځته کولو په برخو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت خبرې وکړې وی ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ژمن دی چې خلکو ته پر وخت او کره اطلاعات ورکړي او اطلاعاتو د لاسرسی کمېسیون سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

mobta

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په دې اړه یې د عامه پوهاوي غونډه تنظیم کړه، نوموړې وویل: د کمېسیون له جوړېدو څخه کم وخت تېرېږي، زیات خلک یې د کړنو او واکونو په اړه معلومات نلري، نو له همدې امله خپل مسوولیت ګڼو ، چې د عامه پوهاوي دغه ډول برنامې جوړې او ټولو ادارو سره غونډې ترسره کړي. مېرمن موسوي زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته لاسرسی په چارو کې اغېزمنتیا، حساب ورکونه، د اداري فساد مخنیوي، ، د خلکو او حکومت تر منځ د باورفضا رامنځته کولو کې ډېره اغېزه کوي. نوموړې د وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې کمېسیون سره د اړیکو پراختیا او همکاریو ته ژمن دی.

ورپسې د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د عامه اړیکو لوی مدیر ښاغلي سید نظیم سعیدي هم اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په رڼا کې په اداره کې د اطلاعاتو د ورکړې د څرنګوالې په اړه رڼا واچوله.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د دغه کمېسیون د عامه پوهاوي چارواکو د وزارت مسولینو ته د کمېسیون د موخو، دندو او د اطلاعاتو ورکړې د څرنګوالي په اړه پرېزنټیشن وړاندې کړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu