LatestShow all
د سولې او امنیت په ټینګښت کې د قومي مشرانو ونډه مهمه ده!
د کندوز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې نن سه شنبه د(وږي۴مه۱۳۹۹) په سوله او امنیت کې د قومي مشرانو ونډې تر عنوان لاندې غونډه وشوه.
په فراه کې د سرحدونو اوقبایلو چارو ریاست له لورې د بين الافغاني خبرو اترو د پیل او اورکم څخه د فراهي ولسونو د ټینګار او ملاتړ ترعنوان لاندې لویه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د فراه والي، د ولایتي شورا رئیس اوغړو د ټولوادارو مسؤلینو، ولسوالانو، مخورو قومي مشرانو، علمای کرامو، خویندو، د مدني ټولنې استازو ځوانانو درسنیو استازو په شمول شپږ سوه. . .
د فاریاب ولایت له قومي مشرانو سره لېدنه!
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي الحاج محمد يعقوب احمدزي نن د خپل کار په دفتر کې د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالی له قومي مشرانو سره وکتل.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس د اجرااتو کلنۍ ارزونه تر سره شوه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي له خوا نن شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه په داسې حال کې، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د. . .
د کونړ ولایت د سرحدنو او قبایلوچارو ریاست په انګړ کې د اووه سوه زره افغانیو په لګښت جومات ګټې اخېستې ته وسپارل شو
د افغانستان خلکو د هوساینې او پرمختګ موسسې په همکارۍ د دوست هېواد متحده عربي اماراتو په مالي همکارۍ د ۱۰۰ تنو لمونځ کوونکو په ظرفیت جومات جوړ شو.
کونړ کي قومي مشرانو، ديني عالمانو اوځوانانو د يوې جرګې په ترڅ کې د سولې مشورتي لويي جرګې د پريکړې ملاتړ وکړ او له دولت او طالبانوڅخه يې غوښتنه وکړه، چې اوربند ټينګ او د سولې بين الافغاني خبرې پيل کړي.
په هغې جرګه کې چې نن پنجشنبې د روان کال د زمري د مياشتې په 30مه نېټه ددغه ولايت سرحدونواوقبایلوچارو ریاست کي جوړه شوې وه، د کونړ والي، ښاغلي محمد اقبال سعيد، د سرحدونواوقبایلو چارو. . .
زمري(۲۸مه) هېواد د خپلواکۍ بېرته تر لاسه کولو( ۱۰۱) یو سلو يومه کاليزه کونړ ولايت کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
ياد مراسم چې په څوکۍ ولسوالۍ کې تر سره شول د کونړ والي محمد اقبال(سعید) سربېره، د ولایتي شورا ريیس او غړيو، امنیتي مسوولینو، مشرانو جرګې غړي محمد طیب(عطاء)، د سرحدو او قبایلو چارو وزارت. . .
د وزارت د سرحدي او قبايلي معلوماتو د انسجام پروژې فعاليتونه وارزول شول!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن د وزارت سرحدي او قبايلي معلوماتو د انسجام پروژې له متخصصينو سره وکتل او د دوې فعاليتونه يې وارزول.
اداري مجلس جوړ او د چارو په ترسره کولو کې په تفاهم او همغږۍ ټینګار!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په اداري مجلس کې چې نن شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري پر ۲۵ نېټه د دغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږي مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ جوړ شو، د. . .