د وزارت د تدارکاتي چارو پر چټکتیا ټینګار!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۹:۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اداري غونډه نن غرمه د روان کال د زمري میاشتې پر ۱۶مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د معین صاحبانو، سلاکارانو او رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

د مجلس په پيل کې ښاغلي صمیم د دښمن پر وړاندې د افغانانو بې ساری انسجام او په یوه غږ باندې د الله اکبر نعره له ارزښته ډکه وبلله وې ویل: چې افغانان په هېڅ ډول د زور حکومت نه مني او زور ته نه تسليمیږي، ښاغلي صمیم د خپلو خبرو په دوام ډاډ ورکړ، چې د افغانستان روان امنیتي وضعیت به هرو مرو د هېواد د زړه ورو ملي امنیتي ځواکونو له خوا کنټروليږي او ښه والی به مومي.

د سرحدونو او قبایلوچارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې هېواد او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ټینګاروکړ، وې ویل: زموږ تدارکاتي او اداري چارې باید لا پسې هم ګړندۍ شي، اړوند مسوولین باید په بشپړې همغږۍ او د وخت په پام کې نیولو سره خپلې چارې ترسره کړي، ترڅو د عادي او انکشافي بودجې د لګښت سلنه لوړه شي.

د غونډې په پاې کې اړوندو چارواکو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک او په ګډو هلو ځلو باندې یې ټینګار وکړ.

مجلس دغه راز په یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو باندې هم بحث او پرېکړې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu