په هلمند ولایت کې یوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۹:۴۱
خبر

 

۱۹/۸/۱۴۴۵ هـ ق

په هلمند ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ یوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه چې د دغه ولایت قومي مشرانو، علماءکرامو، ولسي وګړو او د یاد ولایت د والي په شمول ګڼو مسؤلینو پکې ګډون کړی وو. 

قومي مشرانو او دیني عالمانو غونډې ته وویل: اسلامي امارت د الله تعالی ﷻ یو لوی نعمت دی او دوی یې له ټولو خدمتونو څخه پوره راضي او خوشحاله دي. دوی زیاته کړه: موږ په خپل هیواد کې د نا امنۍ له کبله له کلي تر ښاره په امن سفر نه شوی کولای. راغلیو استازو د مرکز او ولسوالیو په استازولي بېوزلي، د کرنې په برخه کې د ګدامونو نشتون، د برېښنا د نرخونو لوړوالی خپلې ستونزې یادې کړې او د اوبو د کنترول په برخه کې د بندونو او په لرې پرتو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د جوړولو غوښتونکي شول. 

وروسته د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم ورغلي پلاوي او ولسونو ته له هرکلي کولو وروسته وویل: دا د الله ﷻ یو لوی احسان و چې د افغان ولس د یووالي او اتفاق پر مټ یې د اشغال ټغر ټول کړ. هغه زیاته کړه دا د شکر ځای دی خدای تعالی ﷻ اسلامي نظام را نصیب کړی. 

ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: د اسلامي امارت فتح د اسبابو په اساس نه و بلکې د خدای تعالی (ج) مرسته او د دې مظلوم ولس قربانۍ وې، ځکه که په وسایلو سره بریا ترلاسه کېدلی نړيوال دې هیواد ته له مجهزو اسبابو سره راغلي وو خو په سرټیتۍ له دې خاورې وشړل شول. هغه قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې په کتبي توګه تر اړوند ارګانونو د حل په موخه رسوي. 

د وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس شیخ نیک محمد افغانۍ ولسي وګړي اتفاق ته راوبلل ویې ویل: الله ﷻ په خپل پاک کلام کې اسلام ته د یوې رسۍ مثال ورکړی دی څوک چې په دې رسۍ باندې لاسونه کلک کړي د نجات لاره مومي.  نوموړي وویل: اسلامي امارت د دې ولس د بچیانو په وینو راغلی او ساتنه به یې هم د دې ولس بچیان کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu