په نیمروز ولایت کې قومي جرګه تر سره شوه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۹:۱۰
Mobta

۱۳/رجب المرجب

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج کې یوه لویه قومي او ولسي غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د سرحدونو ق.ق چارو وزارت د جرګو او قبایلې چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، ورسره مل پلاوي د نیمرزو ولایت د ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون درولود. د غونډې په پیل کې د علماوو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې، دوئ ی وويل چې دا د خوښۍ او شکر ځای دی چې مشران د خپل ولس د ستونزو د اورېدلو او د هغوی د حال اخیستلو لپاره راغلي دي،  له څلوېښت کلنۍ جګړې وروسته یو واحد حکومت حاکم شوی او د هر افغان سر، مال او ټول حقوق خوندي دي. د قومي مشرانو له ډلې څخه یې څو تنو وویل: د افغانستان اوسنی نظام د افغانستان د ټولو قومونو نظام دی او په ګډه به يې ساتو، همدا راز د وزارت د پلان او پالیسي رئیس وویل:

mobta

یو هیواد هغه وخت خودکفاء او استقلال تر لاسه کولای شي چې، قومونه او ولس یې له نظام سره همغږی او تر څنګ ولاړ وي، افغانانو ته اوس الله ج موکه ورکړې چې د نظام ملاتړ وکړي او تر څنګ یې ودرېږي. غونډې ته د یاد وزرات د پلان او پالیسۍ رئیس په خپله وینا کې وویل، چې یو هیواد هغه وخت خودکفایي ته رسیږي چې ولسونه او قومونه یې ترڅنګ ودریږي، نو راشئ او د خپل نظام ملاتړ او حمایه وکړئ. د جرګې په وروستیو کې د یاد وزارت جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي عبدالخالق عابد وویل: د هیواد اقتصاد مو بحران سره مخ و، خو موږ په لیږ وخت وکولای شول چې بیرته یې په پښو ودروو. هغه له ټولو هیوادوالو څخه د نظام د ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې په همدغه نظام کې د ټولو عزت خوندي دی او ستاسو ټولو ستونزي به اوریدل کیږي. همدې ولایت ته زموږ د سفر یوازینۍ موخه همدا ده چې د دې مجاهدو ولسونو غوښتنې له نږدې واورو او تر اړوندې مرجع پوري یې ورسوو. غونډه د هیواد د آبادي او تلپاتي سوکالي په دعا پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu