په خاکجبار ولسوالۍ کې له خلکو سره غونډه
یکشنبه/۲۰/ جمادی الاول ۱۴۴۸
د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې له خلکو سره د شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ غونډه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مفتي شفیع الله ثاقب په مشري د یوه پلاوي له لوري داسې مهال ترسره شوه، چې د یادې ولسوالۍ مسؤلینو، علماءکرامو او قومي متنفذینو هم حضور درلود.
د غونډې پرمهال د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي ثاقب د وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، چې یاد وزارت د اجتماعي ثبات او کورني تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه بې پایه هڅې کړې دي، چې په تېرو پنځو کلونو کې تر څلورو زرو د زیاتو شخړو حل کول یې یوه بېلګه ده.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفطه الله تعالی د فرامینو او احکامو په تطبیق کې کوښښ وکړي ترڅو په ټولنه کې د بدو دودونو مخنیوی وشي.
دیني عالمانو او متنفذینو هم ګډونوالو ته خبرې وکړې، زیاته یې کړه، چې د ټولنیز سمون او ناوړه دودونو د مخنیوي په برخه کې د نظام د ټولو احکامو تطبیق خپل مسؤلیت بولي او په ټولو برخو کې له خپل نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دي. دوی په یاده ولسوالۍ کې د کلینکونو او سړکونو اړوند ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
