په زابل او بامیانو ولایتونو کې د دوو شخړو پخلاینه 

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳
په زابل او بامیانو ولایتونو کې د دوو شخړو پخلاینه 

دوشنبه/۲۱/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د زابل مرکز قلات او د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه بدي تېره ورځ د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشري د دواړو ولایتونو د مسؤلینو او سیمه ییزو علماءکرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه. 

دغه بدي چې له دواړو خواوو څخه پکې دوه تنه وژل شوي وو، مصلحینو او دیني عالمانو یې د منځګړیتوب پرمهال پرېکړه وکړه چې دواړه لوري به له دې وروسته د دښمنۍ او غچ اخیستنې هر ډول کړنې پای ته رسوي او د پرېکړې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکي سره قانوني چلند کېږي.

دغه راز د بامیانو ولایت د مرکز اړوند په سید آباد سیمه کې هم د ځمکې پر سر څه موده وړاندې راپورته شوې شخړه چې د څو کورنیو ترمنځ یې ډېر جنجالونه رامنځته کړي وو، تېره ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې په دوستي بدله شوه. 

د دغې شخړې پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو آمریت د مسؤولینو، علماوو او قومي مخورو په ملتیا منځګړیتوب وکړ او د موضوع له پوره غور او مطالعې وروسته یې د سولې پرېکړه وکړه چې ښکېلو خواوو پرې رضایت وښود او د هغې د عملي کولو په اړه یې خپل تعهد او چمتووالی څرګند کړ، په دې سره دغه شخړه هم حل شوه او دواړه لوري سره پخلا شول

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳
Background image

په زابل او بامیانو ولایتونو کې د دوو شخړو پخلاینه 

دوشنبه/۲۱/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د زابل مرکز قلات او د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه بدي تېره ورځ د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشري د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۲
Background image

په کونړ کې د ۲۸ کلنې دښمنۍ پخلاینه 

یکشنبه/۲۰/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په ګل سلک کلي کې ۲۸ کلنه مرګونې دښمنۍ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي تحمیدالله غازي، سیمه ییزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۸:۵۷
Background image

په خاکجبار ولسوالۍ کې له خلکو سره غونډه 

یکشنبه/۲۰/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې له خلکو سره د شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ غونډه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS

User account menu