نورستان ولایت کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ په موخه غونډه ترسره شوه

haqani_admin
Tue, Nov 24 2026 10:42 AM
نورستان ولایت کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ په موخه غونډه ترسره شوه

سه‌شنبه ۱۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د ځایي مسؤلینو، قومي مشرانو او ولسي خلکو په ګډون، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او له ولسونو سره د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد نادر محمد ګډونوالو ته د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د نورستان ولایت په پرتو سیمو کې د وزارت له لوري د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه، چې مرکزي دولت لرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د خلکو د ستونزو د حل او هوساینې لپاره یې هڅې کړې دي؛ نو پر موږ هم لازمه ده، چې د خپل نظام  خدمت وکړو، په خپلو ټولنو کې د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله فرمانونه عملي کړو او خپل ژوند د اسلامي نظام خدمت ته وقف کړو.

ځایي خلکو د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او د ولسونو د هوساینې لپاره د ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او د شيخ الاسلام امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو پر عملي کولو، د اسلامي ارزښتونو پر ساتنې او د قومونو ترمنځ په یووالي او همغږۍ یې ټینګار وکړ. همدارنګه یې له ځوانانو وغوښتل، چې د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي، د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د خپل نظام د ملاتړ ترڅنګ د ټولنې په اصلاح کې رغنده ونډه واخلي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu