په بلخ او دايکندي ولايتونو کې دوه مختلفې شخړې هوارې شوې

khoram2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۸/۱۱ - ۱۰:۲۰
شخړې

پنجشنبه ۱۴۴۶/۴/۲۸

د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هماهنګۍ، د شخړو د حل کميټې، علماوو، قومي مشرانو او ځايې خلکو په همکارۍ حل اوفصل شوه او دواړه کورنۍ سولۍ ته راضي شوې.

دغو کورنيو چې له تېرو دوه کلونو په خپلو منځونو کې د ميراث پرسر ژور اختلافات لرل او وخت ناوخت به يې پري جنجالونه کول لومړی د میراث په حقونو وپوهول شول او بيا يې موضوع په سوله ييزه توګه حل شوه، چې دواړه خواوې پرې راضي شوي.

په همدي حال کې د دايکندي ولايت په مرکز کې د څړځايونو پرسر د دوو کورنيو ترمنځ هغه دوه کلنه شخړه هواره شوه، چې له مخې يې دواړو لورو ته ستونزې جوړې شوې وې. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په هڅو او د قومي خلکو په همکارۍ د يوې کمېټې له لارې سېمه وکتل شوه او بيا د يوې عادلانه فيصلې په ترڅ کې دواړه لورې سره پخلا شول.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو ولايتې ادارو په همغږۍ تل هڅه کوي، چې ورته شخړې حل اوفصل کړي او ولسونو ته د ارام ژوند زمېنه برابره کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۸/۱۱ - ۱۰:۲۰
Background image

په بلخ او دايکندي ولايتونو کې دوه مختلفې شخړې هوارې شوې

پنجشنبه ۱۴۴۶/۴/۲۸

د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هماهنګۍ، د شخړو د حل کميټې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۸/۱۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د پلازمينې کابل له يو شمېر قومي مشرانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۴/۲۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلوچارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په خپل کاري دفتر کې د کابل ولايت د شيخ محمد روحاني له قومي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۲۰
Background image

په غزني ولايت کې د دوو قومونو تر منځ ۸ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

چهارشنبه ١٤٤٦/٤/٢٧

د دغه ولايت په ناهور ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د څارویو پر سر هغه ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه، چې د دواړو قومونو تر منځ يې لوی جنجالونه ایجاد کړي وو.

د. . .

BACK TO NEWS