له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او وتلو کلېزه ولمانځل شوه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ - ۹:۳۳
mobta

 

د لوې کندهار معززو مشرانو د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير ښاغلی محمد شفیق ګل آغا شیرزي تر مشرتابه لاندې، نن په کندهار کې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او وتلو ورځ، چی زموږ د ګران او مجاهد ولس په بیساري قربانۍ او مجاهدت رامنځته شوه ولمانځله.

په دې پراخه غونډه کې دولس محترمو استازو، د سولې چارو کی ارشد سلاکار مسعود اخند زاده ، دولایت مرستیال حاجی اغا لالۍ دستګیری او همدارنګه د کندهار ، هلمند، ارزګان، زابل، نيمروز او فراه قومي مشرانو او متنفذینو برخه اخیستي وه او ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو هیله وښوده، چی ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر د افغان حکومت په مشرتابه او د ولس د مشرانو، علمای کرامو او سیاسیونو په ګډون بین الافغاني مذاکرات پیل او د خلګو له غوښتنو سره سم به واحده کړنلاره جوړه شي.

همدارنګه د لوی کندهار مشرانو د اوربند او تاوتریخوالې د کمولو لپاره خپل مشخص وړاندیزونه وړاندې کړل.

په پای کې د سرحدونو او قبایلو چارو ښاغلی وزیر د سلواغې شپږوېشتمه یوه تاریخي ورځ وبلله او د ولس د سرښندونو او دجهاد کارنامو په ستایلو سره د مشرانو څخه د مننې ترڅنګ، دسولی او بین الافغانی مذاکراتو پیل او کامیابي د افغان ولسمشر او حکومت اساسی لومړیتوب وباله او ژمنه یی وکړه، چی د اوربند او تاوتریخوالي دکموالې په هکله، دیادی حوزی د مخورو او مشرانو نظریات او وړاندیزونه به د سولې چارو وزارت او جلالتمآب ولسمشر سره شریک کړي.

غونډه په هېواد کی دسرتاسری او دایمې سولې په دعا سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu