د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې
پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق
د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د کندز ولایت د لومړۍ حوزې، د پنجشېر ولایت په عنابه او شتل ولسوالیو، د میدان وردګ ولایت په جلریز او جغتو ولسوالیو، د فاریاب ولایت په بندر ولسوالۍ، د سمنګان ولایت په روی دو آب ولسوالۍ او د بلخ ولایت په کلدار او شورتپې ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې سیمه ییزو قومي مخورو، دیني عالمانو، د ولسونو استازو، ځوانانو او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
دیني عالمانو او د ولسونو استازو په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې خلک د امنیت، ثبات او ټولنیز نظم د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره همکارۍ ته چمتو دي. هغوی د بېلابېلو قومونو ترمنځ د ګډ ژوند، متقابل درناوي او همکارۍ موجوده فضا مهمه وبلله او په ورته مهال یې د عامه خدمتونو د پراختیا، د خلکو د اړتیاوو د حل او د سیمو د پرمختګ په تړاو خپلې ستونزې او غوښتنې له مسؤلینو سره شریکې کړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مسؤلینو په دغو غونډو کې د ولس د ستونزو اورېدلو ترڅنګ وویل، د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او د شریعت د احکامو د سم تطبیق لپاره د ولس او مسؤلینو ترمنځ نږدې همغږي او متقابله همکاري اړینه ده. هغوی ټینګار وکړ چې دیني عالمانو، قومي مشران او مخور د ولسونو د یووالي، د اختلافاتو د مخنیوي او د ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لري. مسؤلینو د جهادي اثارو او ارزښتونو د ساتنې قانون او د ۱۳مې او ۱۷مې ګڼو فرمانونو د رعایت او عملي کېدو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د خلکو غږ به اړوندو ادارو ته رسېږي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې به یې د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
