د کوچیانو سمون چارو عمومي رئیس الحاج مولوي ګل زرین کوچي د کابل سروبي ولسوالۍ ته د کومکونو د ویش په موخه سفر وکړ

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۲۰:۱۱
Mobta

چهارشنبه د رجب المرجب /درېیمه/ ۱۴۴۴

تیره ورځ چهارشنبه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو سمون چارو عمومي رئیس مولوي ګل زرین کوچي د جنوا کال مؤسسې له مسؤلې اغلې افیلا سره یو ځای کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند د څرکي درګاه، ګړوچي، د خوړ کوټې، ځنګوړه او انځرو سیمو او کلیو ته د جنوا کال مؤسسې له لوري د خوراکي موادو د توزیع کولو په موخه سفر وکړ. د موادو د توزیع په پیل کې الحاج ګل زرین کوچي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو قومونو ګډ کور یاد کړ او زیاته یې کړه، چې یاد وزارت د ټولو قومونو خصوصاً کوچي قومونو ته د هوسا ژوند او د تعلیم په برخه کې د اسانتیا وو برابرولو په برخه ډیري هڅي کړي دي او هیڅ وخت به په دغه برخه کې خپل وس ونه سپموي. د کوچیانو رئیس د جنوا کال مؤسسې له همکاریو څخه مننه وکړه او د یادې مؤسسې له رهبري هیئت څخه یې د کوچي او نورو قومونو لپاره د دایمي کومکونو، صحي، وترنري او د ماینونو د خطرونو څخه د ژغورنې په اړه د ورکشاپونو غوښتنه وکړه. وروسته حاجي شاه ولي د دولتزیو د قوم مشر د ټولو راغلیو قومونو په نمایندګي د جنوا مؤسسې او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت څخه ډیره مننه او قدردانی وکړ او په خپلو سیمو کې یې د څښاک د اوبو لپاره د څاګانو کېندلو غوښتنه وکړه. اغلي افیلا دوی ټولو ته وعده ورکړه، چې د دوی ټول وړاندیزونه او غوښتنې به د نوموړې مؤسسې له رهبري سره شریکوي او خپله ټول وس به د دوی ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې کوي. په پای کې د کوچیانو سمون چارو عمومي رئیس ملا امامانو او د کوچیانو سواد لرونکو خلکو ته یو یو ټوک د تعلیم الاسلام کتاب ورکړ ترڅو په خپلو کورونو کې یې ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو ته یې تدریس کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu