د کندهارسياسي او قومي مشرانو د يووالي او اتحاد غږ پورته کړ!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۰:۵۱
mobta

 

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي په کندهار کې په خپل مېلمستون کې د کندهار له سياسي او قومي مشرانو، بانفوذه او مطرحو شخصيتونو ، مخورو، ځوانانو اوټولنيزو فعالانو سره وکتل، چې په ترڅ کې يې ټولو ګډونوالو د يووالي او اتحاد غږ پورته کړ .

ښاغلي شېرزي په دې لويه غونډه د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق، د هېواد د روانو حالاتو او د باعزته سولې په راتلونکو بين الافغاني خبرو اترو کې د قومي مشرانو، با نفوذه شخصيتونو او مخورو رول مهم وباله.

ورپسې د کندهار قومي او سياسي مشرانو په خپلو خبرو کې سوله د افغانانو اساسي اړتيا وبلله او ټولو ګډونوالو په يوه غږ د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د افغانانو ترمنځ په يووالي او اتحاد ټينګار وکړ، ډاډ يې ورکړ، چې په خپل ټول توان، ظرفيت او قومي نفوذ سره به په دې برخه کې هاند او هڅه وکړي، تر څو هېواد کې د جګړو او ناخوالو ټغر ټول او سوله ټينګه شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu