د وزارت اړوند تعليمي مرکزونو کې د اصلاحاتو له امله د ولسمشر لخوا استادانو، اداري کار کوونکو او ممتازو زده کوونکو ته د مکافاتو ورکول او د حب الوطن پروګرام پیلېدل!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۹:۷
mobta

په همدې پار د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د رحمان بابا لیسې د کنفرانسونو په تالار کې د دغه وزارت وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي، د وزارت د معینانانو، رئیسانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو یو شمېر غړیو، د پوهنې وزارت د مرستیال ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري، د چارو اداري د تخنیکي معینیت د استازو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، قومي مشرانو، درسنیو استازو او د اړوند لېسو د مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون نن سه شنبه د روان کال د لیندۍ پر۱۲ نېټه غونډه جوړه شوې ده.

د غونډې په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي پخپله وینا کې د اړوند لېسو په تعلیمي نظام کې د پراخو اصلاحاتو یادونه وکړه وې ویل:چې د وزارت په اړوند لېسو کې د سرحدي او ناامنه سیمو ځوانان په زده کړو بوخت، چې وزارت یې د دوی لپاره په لیلیه توګه د زده کړو زمینه برابره کړې ده.په دې اړه یې د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني له پاملرنې ،ملاتړ څخه ، چې له پوهنې سره یې لري مننه وکړه زیاته یې کړه، چې په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد ولسمشر په بېلا بېلو مناسبتونو د اړوند لېسو له زده کوونکو سره کتلي او هغوی یې زده کړو ته هڅولي دي.همدا راز یې د اصلاحاتو په برخه کې د پوهنې له مرستیال ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري او د چارو اداري له تخنیکي معاونیت په خاصه توګه ښاغلی بشرمل له همکارۍ څخه مننه وکړه.

په یادو لېسو کې د حب الوطن پروګرام یو نوښت وبللو، وې ویل اصلاحاتو ته ژمن یو ، تعلیم د یوه هېواد ساتنه او دفاع ده، په رامنځته شویو اصلاحاتو بسنه نه کوو او دوام به ولري تر څنګ یې په نوي تعلیمي کال کې په خوست کې د قبایلو په نوم لیسې د فعالېدو خبر ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي هم پخپلو خبرو کې د اصلاحاتو په دوام ټینګار وکړ وې ویل:چې دسرحدي او قبایلي سیمو ځوانانو ښوونې او روزنې ته ولسمشر ځانګړې پاملرنه لري چې مننه ورڅخه کوو. همدا راز یې د زونونو په کچه د ناامنه او سرحدي سیمو ځوانانو لپاره په لیلیه توګه د زده کړو د برابرولو د پروګرام د لرلو خبره وکړه او تر څنګ یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې له هېچا ویره ونه لري او رڼې پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.

د وزارت د تحقیق او مطالعاتو رئیس ښاغلي جاوید احمد وفا په دریو برخو کې د وزارت په اړوند لېسو کې د حب الوطن د تدریس په اړه خبرې وکړې وې ویل: موخه مو دا ده ، چې ځوانان په ملي او هېوادنۍ روحیه وروزل شي او په همدې روحیه په راتلونکي کې د دې هېواد او ولس د رښتینو خدمتګارانو او خادمانو په توګه د پرمختګ، پراختیا او ټولنیزې هوساینې لپاره په صداقت کار وکړي.

همدا راز د پوهنې وزارت مرستیال ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري ، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ښاغلیو نادر خان کټوازي ، اغلې وږمه ساپۍ، غلام ولي افغان ، د ښوونې او روزنې رئیس جمال الدین ذاهد پخپلو ویناوو کې دافغانستان د پرمختګ ، پراختیا او له ستونزو څخه د خلاصون لار د پوهې حاصلول وبلل، پوهې ته یې د ولسمشر او وزارت له پاملرنې مننه وکړه . په متوازن پرمختګ او دښوونې تر څنګ یې په روزنې ټینګار وکړ. او د حب الوطن تدریس یې له هېواد سره د مینې یو هڅونکی پروګرام یاد کړ او په دې برخه کې د هرراز مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

د غونډې په پای کې داصلاحاتو له امله د ولسمشر لخوا استادانو، اداري کارکوونکو او ممتازو زده کوونکو ته په پام کې نېول شوی مکافات ورکړل شول او همدا راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي، مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي ته د ویاړ پګړۍ ور وتړله او ښاغلی شیرزی، مسلکی معین، د تحقيق او مطالعاتو ريس ښاغلي جاويد احمد وفا او نورو ته د ولسي جرګې لخوا تقدیر نامې او د اړوند لېسو په استازیتوب درحمان بابا دلیسی امر ښاغلی محمد عمر معصومی خبری وکړی او داصلاحاتو د پروسی په لړ کی د وزارت
مشرتابه څخه مننه وکړه او مشرتابه، قومي مشرانو او میلمنو ته ترتیب شوي ډالۍ ورکړل شوې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۴
Background image

په خوست کې ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

شنبه /۸/ذوالقعده/۱۴۴۷
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د لغوړي پیرانو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني، چې په ترڅ کې یې د دواړو خواوو یو ـ یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

((د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی))

پنجشنبه /۶/ذوالقعده/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په بدخشان ولایت کې له اسلامي نظام څخه د دفاع او ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د دې هېواد ودانول او خلکو ته  د سهولتونو برابرول د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه دي

 

پنجشنبه / ۶ ذوالقعده / ۱۴۴۷

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ د جانوخېلو سیمه کې، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده، د ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوې عامه ‌المنفعه پروژې د پرانستې په. . .

BACK TO NEWS

User account menu