د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالي کې  د جینیوا کال مؤسسې درې ورځنی پروګرام پای ته ورسېد.

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۰:۲۷
Mobta

۱۴۴۴/۲/۲۵

په یاد پروګرام کې د جینیوا کال موسیسې کارکوونکو ، د لوګر د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو ریاست د کوچیانو چارو د انسجام مدیر او همداراز د یادې سیمې ۱۴ تنو ښځینه کوچیانو او د سیمې ځایي  اوسېدونکو ګډون کړی وو.

Mobta

 یاد پروګرام درې ورځې دوام وکړ چې په اوږدو کې د یادې مؤسسې ښځینه ‌ډاکټرې له خوا ګډونوالو ته د روغتیا په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو، ددې پروګرام په پای کې هرې ګډونوالې ته دوه دوه صحي کېټونه، یوه یوه کمپله او شپږ شپږ زره افغانۍ هم ورکړل شوې.

د پروګرام په پای کې د یادې سیمې کوچیانو او ځایي اوسېدونکو یاد سیمینار ګټور وباله او په راتلونکي کې یې د دا ډول پروګرامونه د دایرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۹:۵۷
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د څلورو ولایتونو له قومي مشرانو سره ولیدل

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن په خپل کاري دفتر کې

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

BACK TO NEWS