د شیخ محمد روحاني قوم د سرتاسري شورا په غونډه کې ګډون!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۱:۱۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۶ مه نېټه د شیخ محمد روحاني قوم د سرتاسري شورا په یوه لویه غونډه کې، چې د هېواد په روانو حالاتو، د سولې پروسې د ملاتړ او د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د زراعلان په موخه جوړه شوې وه او د بېلابېلو ولایتونو قومي مشرانو او دیني عالمانو پکې حضور درلود ګډون وکړ.

په غونډه کې قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملي یووالي، د سولې په ټینګښت او د موجوده نظام څخه په ملاتړ ټینګار وکړ وې ویل: موږ ته سوله او په هېواد کې د ملي پروژو تطبیق، چې د هېواد او خلکو د سوکالۍ سبب ګرځي لومړیتوب لري د شیخ محمد روحاني قوم د سرتاسري شورا موخه هم د ملي یووالي روحیې پیاوړي کول، د ژبني او قومي توپیرونو له منځه وړل دي.

نوموړو همدا راز د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مسؤلینو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې دې زر ترزره اعلان او ولس ته دې بریالی نوماند وروپېژني.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي خبرې وکړې وې ویل: زموږ عزت په مشوره او بریالیتوب مو په یووالي کې دی هغه قومونه چې یووالی نه لري او اختلافاتو ته لومړیتوب ورکوي، د ناکامۍ سره مخ کیږي او په یووالي سمبال قومونه تل د پرمختګ او سوکالۍ په لټه کې دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، راځئ چې د نظام د ټینګښت لپاره په ګډه سره کار وکړو او خپله خوښي د نورو په خوښۍ کې ووینو.

د یادونې وړ دی، چې په دې غونډه کې د یادې شورا نوی مشر هم وټاکل شو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu