خوست کې د ۱۶۰ کالو اوږدمهاله مرګوني دښمني پای ته ورسېده

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۳۸
خوست کې د ۱۶۰ کالو اوږدمهاله مرګوني دښمني پای ته ورسېده

شنبه ۱ ذوالقعده الحرام  ۱۴۴۷

په خوست ولایت کې دغه مرګونې دښمني، چې شاوخوا ۱۶۰ کاله یې دوام کړی و او د تېرې یوې نیمې پېړۍ په اوږدو کې له دواړو لوريو دوه دوه تنه پکې وژل شوي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست  د مسؤلينو، قومي مشرانو، علماوو او متنفذينو د هڅو په پایله کې د بخښنې او پخلاینې له لارې پای ته ورسېده.

د روغې جوړې په جوړو شويو مراسمو کې مسؤلینو او د علماوو استازو ویناوې وکړې. په ویناوو کې ټینګار وشو چې د شخړو د حل لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ شوی او تر دې مهاله ګڼې ورته شخړې د قومي مشرانو په همکارۍ هوارې شوې دي. همداراز د دواړو خواوو له لوري د بخښنې او پخلاينې دا ګام وستایل شو.

د مراسمو په پای کې د جرګه کوونکو له خوا د روغې جوړې فیصله اعلان شوه، چې دواړو کورنیو پرې رضایت وښود او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د هر ډول دښمنۍ او کرکې څخه ډډه کوي. په ورستۍ برخه کې د دواړو لوريو مشرانو یو بل ته غاړه ورکړه او په دې توګه يې د کلونو پخوانۍ دښمني په سوله بدله شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu