زابل کې له ولسونو سره لویه ولسي غونډه تر سره شوه
پنجشنبه ٢٤ جمادی الأولی ١٤٤٨
دا غونډه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا جوړه شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په ګډون د زابل ولایت والي، مرستیال والي، امنیه قمندان، د ادارو مسؤلینو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وویل: په افغانستان کې قوم پرستي، سمت پرستي او تبعیض نشته بلکې ټول افغانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې د یووالي او اتفاق پر ټبر را ټول دي. هغه همداراز وویل، له نږدې پنځوست کلونو وروسته افغانانو ته د هېواد د ابادۍ فرصت په لاس ورغلی، افغانان دې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د افغانستان په ابادۍ کې دې ونډه واخلي.
دیني عالمانو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې وویل: چې د افغانستان د خاورې، نوامسو او ارزښتونو ساتنه د هر افغان مسلم حق دی، که څوک یې په وړاندې درېږي، افغانان به یې په کلکه دفاع کوي. دوی دا راز په زابل ولایت کې د ولسوالیو د سړکونو خرابوالی، د روغتیايي مرکزونو نشتون، د مدرسو، مکاتبو او اوبو د بندونو د جوړلو غوښتنه وکړه.
په پای کې د زابل والي الحاج شیر محمد شریف وویل: موږ هڅه کوو چې د زابل ولایت ټولو خلکو ته د کار زمینه برابره کړو، ولسونه دې له صبر او استقامت څخه کار واخلي.
