خوست کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري ولسي غونډه ترسره شوه
چهار شنبه ٧ جمادی الآخرة ۱۴۴۸
د ولايتي غونډو د لړۍ په ترڅ کې نن د خوست ولايت مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يو ګډ هيئت له لوري د اسلامي نظام ترچتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې مشري يې د ياد وزارت د سرحدي پلټنو معين مولوي عنايت الله شجاع کوله.
نوموړي د دغه ولسي غونډې له لارې د خوست ولايت د ولسونو تېرې قربانۍ او سرښندنې وستايلې او اسلامي نظام يې د ټولو خلکو ګډ نظام ياد کړ. ښاغلي شجاع د اسلامي امارت مسؤلين پر ولس د شفقت او مهربانۍ له مخې خادمين وبلل او همداراز يې زياته کړه، کومې ډلې ټپلې، چې په مختلفو نومونو افغانستان کې د بيا ځل لپاره د نا امنيو هڅې کوي، دې خلکو تجربه کړې او بيا يې د ظلمونو تاب نلري.
ورپسي د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمد آجان رهبر خلک د اميرالمؤمنين حفظه الله فرمانونو ته متوجه کړل او له هغوی يې وغوښتل، چې د يادو فرمانونو په عملي کولو او خپرولو کې خپل مسؤليت ادا کړي. نوموړي د اسلامي امارت فتحه د نړۍ خلکو ته د يو جرئت په توګه ياده کړه او په دغه برخه کې يې د کلکې عقيدي او ايماني جذبې درلودل مهم وبلل. نوموړي همداراز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې رسېدنه کوي او ځوانانو ته به د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې تر سره کړي.
په پای کې قومي مشرانو د غونډې پرمهال د خوست ولايت د ولسونو يووالي ته په اشاره سره وويل: دې ولسونو د خپل اتحاد په برکت د هر تجاوزګر پر وړاندې د سر په بدله قربانۍ ورکړې دي او د هېواد د ازادۍ لپاره يې خپل شجاعت ثابت کړی دی. دوی د اسلامي امارت لاسته راوړنې په بېلابېلو برخو کې وستايلې او د ځينو حياتي پروژو په يادولو سره يې يو لړ سيمه ييزې ستونزې هم له مسؤلينو سره شريکې کړې.
