د نورستان ولایت په یوه لري پرته سیمه کې د شاوخوا ۳۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۳۳
د نورستان ولایت په یوه لري پرته سیمه کې د شاوخوا ۳۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

چهار شنبه/٧/ جمادی ‌الآخرة ۱۴۴۸

ډېورنډ فرضي کرښې او لرې پرتو سیمو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د شفقت له مخې د یو میلیارد افغانیو پراختیایي بودجې له قراره نورستان ولایت ته ګڼ شمېر پروژې منظورې شوې وې چې له جملې یې پرون ورځ د سرک جوړولو دوې پروژې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوه هیئت له لوري ګټې اخستنې ته وسپارل شوې. 

د یادو پروژو له ډلې یوه یې د یاد ولایت د برګمټال ولسوالۍ د اټټې په لرې پرته او غرنۍ سیمه کې د ۲۹ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ کیلومتره خام سرک د رغولو، ۵۲ لویو او وړو پلچکونو او سرک پراخولو پروژه وه، چې له کابل څخه د تللي هیئت له لوري د یادې ولسوالۍ د ولسوال، علماء کرامو او سیمه ییزو مشرانو په حضور کې یې پرانیسته وشوه. 

همدارنګه د کامدېش ولسوالۍ د کوشتوز لوړې سیمې د سرک احداث دویمه پروژه وه چې د ۵،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه نیم کیلومتره خامه سړک پراخول او جوړولو پروژه هم، د یاد پلاوي، علماوو او سیمه ییزو مشرانو له لوري پرون ورځ پرانیستل شوه. 

د یادو پروژو د پرانسیتې پرمهال د سیمې اوسېدونکو د مشرتابه له دې شفقت او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسؤلینو له ستړیاوو څخه مننه وکړه. دوی زیاته کړه، چې د ظاهر شاه له دولت وروسته دا لومړی ځل دی چې د دوی سیمې ته پاملرنه کېږي او په هغو برخو کې ورته پروژې منظورېږي چې دوی ورته اړتیا لري.

د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدلو خوښې څرګنده کړه ویې ویل: هغه لاره چې پخوا به یې د ولسوالۍ تر بازاره په درې ساعتونو کې وهله، اوس یې په نیم ساعت کې طی کوي. مېشتو خلکو دغه راز د روغتیا، برق او ښوونیزو مرکزونو په برخه کې له حکومت څخه د زیاتې توجه غوښتنه کوله

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

خوست کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري ولسي غونډه ترسره شوه

چهار شنبه ٧ جمادی ‌الآخرة ۱۴۴۸

د ولايتي غونډو د لړۍ په ترڅ کې نن د خوست ولايت مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يو ګډ هيئت له لوري د اسلامي نظام ترچتر لاندې له خلکو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۳۳
Background image

د نورستان ولایت په یوه لري پرته سیمه کې د شاوخوا ۳۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

چهار شنبه/٧/ جمادی ‌الآخرة ۱۴۴۸

ډېورنډ فرضي کرښې او لرې پرتو سیمو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د شفقت له مخې د یو میلیارد افغانیو پراختیایي بودجې له قراره نورستان ولایت ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۲
Background image

د عبدالرحمن بابا عالي ليسې زده کوونکي د خپلو فعاليتونو له امله وستايل شول

سه‌شنبه ۶ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت اړوند عبدالرحمن بابا عالي ليسې زده کوونکي د خپلو ښوونيزو، ورزشي او څارنې په برخه کې د خپلو ترسره شويو فعاليتونه له. . .

BACK TO NEWS

User account menu