د عبدالرحمن بابا عالي ليسې زده کوونکي د خپلو فعاليتونو له امله وستايل شول
سهشنبه ۶ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت اړوند عبدالرحمن بابا عالي ليسې زده کوونکي د خپلو ښوونيزو، ورزشي او څارنې په برخه کې د خپلو ترسره شويو فعاليتونه له امله د دغه وزارت د مسؤلينو او ليسې د مشرانو له لوري په يو لړ ډاليو او ستاينليکونو سره وستايل شول.
هغه غونډه، چې نن په همدې موخه د يادې ليسې د غونډو په تالار کې برابره شوې وه، پکې د وزارت د ښوونې او روزنې رياست رئيس مولوي نيک محمد منيب، د انسجام آمر مولوي محمد يعقوب جلالي او د يادې ليسې آمر په ګډون ښوونکو او ګڼو زده کوونکو برخه لرله.
د غونډې پرمهال يادو مسؤلينو د زده کړو پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې او زده کوونکي يې د خپلو زده کړو سربېره نوښتونو ته وهڅول. دوی همداراز له ښوونکو وغوښتل، چې د زده کوونکو په فکري روزنه کې هم فعاله ونډه ترسره کړي.
